د څارنې او ارزونې پلاوي د ګوهرشاد پوهنتون څارنه او ارزونه وکړه.
د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا د پرېکړې له مخې د یاد وزارت څارنې او ارزونې رئیس مولوي احمدالله حماد په مشرۍ پلاوي چې، د علمي برنامو پراختیا او د خصوصي محصلانو چارو رئیسانو او د داخلي تفتیش ریاست او تضمین کیفیت ریاست استازو یې ملتیا کوله د ګوهرشاد پوهنتون د اداري، محصلانو، علمي او زیربنایي چارو ارزونه وکړه.
د یادونې وړ ده، چې د رهبري شورا د پرېکړې له مخې یادو ریاستونو ته دنده سپارل شوې، ترڅو د یو شمېر هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو چارې و ارزوي، چې په تېرو بېلابېلو ارزونو کې یې نیمګړتیاوې په ګوته او د حل په موخه یې اړوندو تحصیلي بنسټونو ته لارښوونې شوې وې.