د پوهنتونونو د تړل کېدو د شایعاتو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا
د پوهنتونونو د تړل کېدو د شایعاتو په اړه د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!
په ټولنیزو رسنیو کې شایعات خپاره شوي، چې ګواکي پوهنتونونه د محصلینو پر مخ تړل کېږي، د لوړو زده کړو وزارت یې له واقعیته ليرې بولي او په کلکو ټکو یې ردوي.
ټولو هېوادوالو او محصلینو ته خبر ورکول کېږي، چې د مرکز او ولایتونو په ټولو دولتي پوهنتونونو کې درسي بهير په نور مال شکل دوام لري.
همدارنګه د ټولنیزو رسنیو له کاروونکو څخه هیله کېږي، چې د دا ډول شایعاتو له خپرولو ډډه وکړي او د خلګو ذهنونه مغشوش نه کړي.