د هرات پوهنتون د ادارې او تجارت د ماسټرۍ پروګرام خبرتیا

د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ په نظر کي لري چې د ماسټرۍ پروګرام نوی دورې لپاره د د ادارې او تجارت په برخه کې محصلین جذب کړي.
نوموړي پروګرام ته ټول واجد شرایط مینوال کولۍ شي د نوم ثبتولو لپاره د ماسټرۍ پروګرام د فارغانو چارو مدیریت ، د ساینس پوهنڅي ته څیرمه د ثبت او راجسټر شعبې ته مراجعه وکړي او د نوم ثبتولو فورم د ۵۰۰ سوه افغانیو په ورکړې سره لاسته راوړي او د فورم له ډکولو وروسته د اړتیا وړ اسنادو سره د هرات پوهنتون د اقتصاد پوهنځۍ د ماسټرۍ پروګرام ته وسپاري.
د یادونې وړ ده چې د نوم ثبت او راجسټر پروسه د ۱۳۹۸ کال د کب تر ۱۵ نیټې پوري تمدید شوی ده او هغه غوښتونکې چې د لیسانس سند لري کولای شې فورم تر لاسه کړي.
د اړتیا وړ اسناد:
- د لوړو زده کړو وزارت تایید شوی ډیپلوم
- دوزارت لخوا د تایید شوۍ د لیسانس دورې څلور کلن تراسکرپت حد اقل ۶۵٪ سلنه
- د تابعیت تذکره
- دوه ریفرنس لیټره
د ادارې او تجارت د ماسټرۍ پروګرام لپاره د واجد شرایط :
- د ټولو څانګو د لیسانس دورې فارغ شوي محصلان کولای شې د نوم ثبتولو فورم ډک کړي.
- د هغو غوښتونکو لپاره چې د دوی د لیسانس دوري تحصیلې سند یې په عین کې یا هم اړوند څانګې نه وي ، دوی ته د لارښود کورسونو په لاره اچول کیږي چې محصلان به بریالې ټوګه د یادو کورسونو بشپړولو وروسته د ماسترۍ پروګرام لومړي سمیستر کې شاملیږي.
د بهرنۍ ژبې د مهارت آزموینه د ۱۳۹۸ کب ۲۵ په هرات پوهنتون کې اخیستل کیږی او د ماستري پروګرام ته د شمولیت تخصصي ازموینه وروسته د هرات پوهنتون له ویب سایټ څخه غوښتونکو ته اعلانیږي.
د معلوماتو شمیره اوایمیل ادرس:
د اقتصاد پوهنځي د ماسټري پروګرام مسـول د اړیکې شمیره : ۰۷۹۳۴۱۴۴۴۳
برښنایې پته : temory26@yahoo.com