د هرات پوهنتون او هیله موسسې ترمنځ د ملګرو ملتونو د شبیه جوړولو پروژې هوکړه لیک لاسلیک شو

د ملګرو ملتونو سازمان د شبیه سازي پروژې هوکړه لیک نن د هرات پوهنتون او هیلي موسسې ترمنځ لاسلیک شو.
د دغه هوکړه لیک لاسلیک کولو موخه د داسې شرایطو رامینځته کول دي چې د هیلي موسسه و کولی شي د ملګرو ملتونو سازمان د شیبه سازۍ پروژه د هرات پوهنتون زده کړیالانو لپاره په لاره واچوي.
دا پروژه چې موخه یې زده کړه یالانو ته د ملګرو ملتونو د شبیه سازي په اړه تدریس دي په ورته وخت کې د افغانستان په ۴ ولایاتو کې پلي شي.
همدارنګه ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو د شبیه سازۍ سیالۍ کنفرانس د ۴ ولایتونو د زده کړیالانو ترمنځ جوړ شي او د ولایتي سیالۍ ګټونکې به د هیواد مرکز ته سفر وکړي تر څو په وروستي سیالۍ کې برخه واخلي.