د مرکزي ریاستونو کارمندانو ته د (مدیریت او د غونډې مدیریت) تر سرلیک لاندې پنځه ورځنی روزنیز ورکشاپ پای ته ورسېد.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۳/۲ - ۴:۲۷
hkjhhjkjjk


دغه ورکشاپ چې د بشري سرچینو ریاست له خوا دایر شوی و، د لوړو زده کړو وزارت د مرکزي ریاستونو (۲۷) تنو کارمندانو ته د ( مدیریت بنسټونو، په مدیریت کې خلاقیت او نوښت او د غونډې مدیریت) موضوعاتو په اړه روزنه او پوهاوی ورکړل شو. 
د ورکشاپ په پای کې د بشري سرچینو رئیس سلطان محمد محسن د مسؤلینو له ګډون څخه د مننې ترڅنګ هغوی ته وینا وکړه او ویې ویل چې له زده کړو درسونو په خپلو ورځنيو چارو کې ګټه واخلي او د ادارې د موخو په ترلاسه کولو کې خپل فعال رول ولوبوي..
په پای کې د ورکشاپ ګډونوالو ته تصدیق پاڼې وویشل شوې.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS