د لېسانس په کچه د قزاقستان هېواد د تحصیلي بورس د ازموینې خبرتیا

baqir_admin
ل

د مخکنۍ خبرتیا په تعقیب سره لیکل کېږي چې د قزاقستان هېواد «د سېول انجنیرۍ، جیولوجي، کرنې او اقتصاد» په برخه کې د ۱۶ تحصیلي بورسونو خبر ورکړی دی. یاد بورسونه د لوړو زده کړو وزارت عالي مقام له سپارښتنې سره سم د کانکور لوړو نومرو لرونکو، کوچیانو، د شهیدانو او معلولینو وارثینو ته ورکړل شوي وو، خو له دې کبله چې یادو داوطلبانو شمېر پوره نه شو نو د لوړو زده کړو وزارت عالي مقام له سپارښتنې سره سم د ازموینو ملي ادارې څخه تعقیبي نوملړ وغوښتل شو او همهاله یاد بورسونه په ازاده توګه له وېبپاڼې څخه هم اعلان شول. نو ټولو هغو نوماندانو ته چې نومونه یې په نوملړ کې شته خبر ورکول کېږي، چې که غواړي په یادو بورسونو کې ګډون وکړي نو کولای شي د ازموینې لپاره د ۱۴۰۰/۳/۲۰ نېټه د سهار په ۸ بجو د اسنادو له اصل (شهادتنامه، پاسپورټ او د تابعیت پېژندپاڼه) سره یو ځای د لوړو زده کړو وزارت مرکز ته ورشي.

د یادولو ده، هغه داوطلبان چې نومونه یې په پخواني نوملړ کې شته او خپاره شوي او همدارنګه هغه داوطلبان چې د لوړو زده کړو وزارت له لوري یې په ازاده توګه یادو بورسونو ته نوملیکنه کړې او اسناد یې د دغه وزارت د بهرنیو چارو او بورسونو د تنظیم ریاست ته سپارلي، هم کولای شي چې په یاده نېټه او یاد محل او یادو اسنادو په لرلو او همدارنګه د روغتیایي سپارښتنو په مراعاتولو سره په ازموینه کې ګډون وکړي.

د نوماندانو د دویم نوملړ د تر لاسه کولو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ.

دانلود

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements