د لیسانس او ماسټرۍ په کچه د اندونيزيا هېواد د بورسونو خبرتيا!

ناپیژنده (not verified)
ی

د اندونيزيا هېواد  president university په لاندې ډول د ۳۰ سيټه بورسونو د ورکړې خبر ورکړی دی.

ـ د پوهنتون د سل سلنه تخفيف سره د ۱۵ سيټه بورسونه (۵ سيټه د ليسانس او ۱۰ سيټه د ماسټرۍ په کچه)

ـ د پوهنتون د ۷۵٪ سلنه تخفيف سره ۱۵ سيټه بورسونه(۵ سيټه د ليسانس او ۱۰ سيټه د ماسټرۍ په کچه)

نور لګښتونه لکه :تګ راتګ،اقامت،روغتيايي بيمه،ترانسپورت،د ويزې د اخيستلو لګښت او نور د زده کړيالانو په غاړه دي.

د بورسونو اړوند شرطونه:

ـ د متقاضيانو د درې کلنو سلنه بايد د ۷۰٪ څخه پورته وي

ـ لږ ترلږه د IELTS ۶/۵ نمرو لرل د سل سلنه تخفيف او لږ تر لږه ۶ د  IELTS نمرې لرل د ۷۵٪ سلنه تخفیف لپاره

د ليسانس په کچه د اړتيا وړ اسناد:

شهادتنامه چې د بهرنيو چارو وزارت لخوا تاييد شوي وي

د تابعيت تذکره

د آيليټس اسناد لرل

روغتيايي معاينات

ددوو سپارښتنليکونو وړاندې کول د کانديد اړوند د ښوونځي د ښوونکو

د theme of the straregy to enhance the partnership between indonision government and Afghanistan government تر نامه لاندې د مقالې ليکل چې د ۵۰۰ نه تر ۸۰۰ کلمو پورې وي.

د ماسټرۍ په کچه د بورس شرطونه:

ــ د لیسانس دورې د نمرو سلنه بايد لږ ترلږه ۶۵% سلنه وی

ــ د IELTS اوه ۷ نمرې لرل د ۱۰۰% سلنه تخفیف لپاره او د ۶/۵ IELTS نمرو لرل د ۷۵% تخفيف لپاره

د ماسټرۍ په کچه د اړتيا وړ اسناد:

ـ په انګلېسي ژبه د ډيپلوم او ټرانسکرېپ درلودل چې د بهرنيو چارو وزارت لخوا تایيد شوی وي.

ـ د تابعيت تذکره

ـ د آيليټس سند درلودل

ــ روغتيايي معاينات

ـ په انګلېسي ژبه دوو سپارښتنليکونو وړاندې کول د کانديد اړوند د پوهنتونو د استادانو لخوا

د Theme of strategy to enhance the partnership between Indonision Governament and Afghanistan Governament تر نامه لاندې د مقالې ليکل چې ۵۰۰ نه تر ۸۰۰ کلمې وي.

د پورته ذکر شوو شرايطو په اساس د ټولو هغو کسانو د پاملرنې وړ چې يادو بورسونوته د  نوم ليکنې لېوالتيا لري د نوم ليکنې او کانديدۍ د فورمې اخيستلو،تعهدنامې،ضمانت خطونو،روغتيايي معايناتو لپاره دې د عمومي پذيرش تالار۲۱ غرفې د بهرنيو اړيکو او د بورسونو د تنظيم رياست ته مراجعه وکړي او خپل اسناد دې د ۱۳۹۹/۱/۱۰ نېټې څخه وړاندې بشپړ او ياد رياست ته وسپاري.

په هغه صورت کې چې د متقاضيانو شمېر د بورسونو دشمېر څخه زيات شي نو د نمرو دلوړې سلنې لمخې به بيا کسان ټاکل کېږي.

د نورو اړوندو معلوماتو لپاره لاندي فایلونو باندې کلیک وکړئ.

pdf.file1

pdf.file2

pdf.file3

 

Latest announcements

چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۵۹
Background image

د تخار پوهنتون د علمي-څېړنیزو مقالو د غوښتنې خبرتیا

تخار پوهنتون په پام کې لري چې په روان کال کې " د افغانستان په دوامداره پرمختګ کې د طبیعي زیرمو د مدیریت رول" تر سرلیک لاندې لومړنی ملي کنفرانس جوړکړي.
د امارتي او د خصوصي لوړو زده کړو د . . .

چهارشنبه ۱۴۰۳/۱/۱۵ - ۷:۳۵
Background image

د قرارداد ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا ! 


په دې توګه د تدارکاتو قانون د( ۴۳ ) مادې د( ۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې د (ننګرهار، پکتيا، هرات او هلمند) ولایتونو ديني جامعاتو . . .

Back to announcements