د لوړو زده کړو وزیر د غزني تخنیکي پوهنتون مخکنی رییس وستایه

baqir_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۰/۴/۱ - ۴:۲
g

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د غزني تخنیکي پوهنتون مخکېني رئیس پوهنیار ذبیح الله دانش ته د ستاینلیک په ورکولو سره په پوهنتون کې د دندې پر مهال یې لاسته راوړنې وستایلې.

پوهنیار ذبیح الله دانش د شپږو کلونو او اتو میاشتو لپاره د غزني تخنیکي پوهنتون د رئیس په توګه دنده ترسره کړې، او د علمي او پراختیايي پروګرامونو په طرحه او پلي کولو سره وتوانېد چې په دغه پوهنتون کې د خپل مسؤلیت او خدمت په موده کې مهمې لاسته راوړنې ثبت کړي.

د لوړو زده کړو وزیر ډاکټر عباس بصیر د پوهنیار دانش د علمي خدمتونو او هېوادپالنې احساس وستایه او هغه ته یې د دوکتورا په کچه د زده کړې د دوام او د لوړو زده کړو د کورنۍ په نورو څانګو کې د خدمت په برخه کې د بریالیتوب هیله وکړه.

پوهنیار دانش د لوړو زده کړو وزارت د مقام ستاینې څخه په مننې خپلې لاسته راوړنې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي د پاملرنې او ملاتړ زېږنده وبللې او زیاته یې کړه چې د غزني تخنیکي پوهنتون د منځپانګې او زیربنایي پراختیا له اړخه ښه پرمختګ کړی او ډاډمن دی چې د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي په ښې رهبرۍ به د هېواد یو له تخنیکي اعتبار لرونکو پوهنتونو څخه شي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS