د لوړو زده کړو وزير ميدان وردګ ولایت ته د یو کاري سفر په ترڅ کې، د میدان وردګ لوړو زده کړو موسسه کې د ۸۱ ميليونو افغانيو په لګښت لس پروژې، چې په هغه کې د ګټې اخیستنې او د کار پیل پروژې شاملې دي، پرانيستې.
په دغو پروژو کې د څېړنيز مرکز ودانۍ، د پوهنتون بریښنا د ښاري بریښنا شبکې سره نښلول، د شرعياتو پوهنځي کتابتون، د کرنې پوهنځي څېړنيز فارم او د کرنې او ښوونې او روزنې پوهنځيو د لابراتوارونو، کرکیټ میدان، ليليې ودانۍ، د غونډو تالار او د موسسې د انګړ زرغونتیا شاملې دي، چې د يادو پروژو له ډلې څخه درې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې، د څلورو پروژو کار پيل شو او د درېيو نورو پروژو کار، چې ټاکل شوې په ١٤٠٣ هـ ش کال کې ترسره شي، په دغو لسو پروژو کې شاملې دي.
د يادو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې د لوړو زده کړو وزير شيخ الحديث مولوي نداء محمد نديم، په داسې حال کې چې د ميدان وردګ ولایت مرستيال والي، د یاد تحصیلي بنسټ رهبري پلاوی، د مختلفو ادارو مسؤولینو او علماء کرامو ګډون درلود، د لوړو زده کړو وزارت پروګرامونو او پراختیايي پلانونو په اړه خبرې وکړې او د میدان وردګ لوړو زده کړو موسسې له مسؤولينو څخه يې وغوښتل، چې د دې تحصیلي بنسټ ملکیتونو ساتنې ته ځانګړې پاملرنه وکړي.