د لوړو زده کړو وزارت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځني کمپاین تر سره شو

لوړو زده کړو وزارت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي ۱۶ ورځني کمپاین په مناسبت « له جنسیتي نابرابریو څخه د یو پاک راتلونکي په لور» د شعار تر سرلیک لاندې ناسته تر سره شوه.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي مرستیال او سرپرست پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي، د محصلینو چارو مرستیال دوکتور بری صدیقي، د ښځو چارو وزارت د مالي او اداري چارو مرستیالې نبیله مصلح، په ولسي جرګه کې د خلکو استازې مسعوده کروخي، د مرکز دولتي او خصوصي پوهنتونو د جنډر آمرینو او د یو شمیر مرکزي ادارو رئیسانو او د لوړو زده کړو وزارت کارمندانو ګډون کړی و. د لوړو زده کړو وزارت سرپرست او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالا کرزي، د افغانستان په ملي کلتور کې د ښځو ځای ارزښتمند او لوړ وبلل او زیاته یې کړه چې له کمپاین نه ور آخوا، زموږ په ټولنه کې ښځه هغه که مور یا خور وي او یا هم لور وي او که میرمن د عزت الګوې او د مهربانۍ نښې دې.
نوموړي وویل چې ګټورو ښوونو او روزنو په دودولو او بنسټیز کولو سره کولای شو په خپله ټولنه کې د تاوتریخوالي لاملونه له مینځه یوسو او د مهربانۍ فضاء را مینځته کړو.
بالاکرزي د ښوونې او روزنې د مراحلو په درجه بندې کولو سره، د کورنۍ دایره یواځنی د روزنې ځای وبلل چې د هغه په وینا زموږ اولادونه باید ښوونځي او پوهنتون ته له تللو نه مخکې په دې دایره کې په داسې ډول سره روزنه وویني چې څه ډول زامن میندو، وروڼه خویندو او خاوند ښځې ته احترام وړاندې کوي او ورباندې مهربانه وي.
د لوړو زده کړو سرپرست په دې هم ټینګار وکړ چې کورنۍ دې، دې اسلامي اصل ته په کتو چې «موږ اشرف المخلوقات یو» باید دا هم زده کړي چې «یو او بل ته احترام» د کورنۍ په دایره او ټولنه کې د اشرف المخلوقات اساسي کار دی.
عبد التواب بالاکرزي د لوړو زده کړو وزارت لاسته راوړنو او په اکاډیمیک چاپیریال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي له ډولونو څخه د مخنیوي لپاره د پالیسۍ جوړولو ته په اشارې سره وویل: چې د لوړو زده کړو وزارت تل دا کوښښ کول چې اکاډیمیک چاپیریال د ښځينه او نارینه محصلینو او کارمندانو لپاره په داسې ډول سره مصئون وساتي چې هر کس په خپل زده کړه ییز او کاري ځای کې د کاري مصئونیت او زده کړه ییز امنیت احساس وکړي.
پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ځینو تاوتریخوالو هغه که د ښځې په باره کې وي او یا که د نارینه، رېښه د هیواد په دودیزو ستونزو کې وبلله او ویې ویل: «څه په تقنیني اسنادو، د پوهنتونو او زده کړه ییزو طرزالعملونو او څه هم په ملي نصاب کې، د کیفیت د انډول د پورته وړلو او د فرهنګ د بدلولو اصل ته چې د هغه پایله په یو څه پوه او په اسلامي اخلاقو او انساني ارزښتونو برابر نسل روزنه وي جدي پاملرنې صورت موندلی دی.»
د ښځو چارو د وزارت مرستیالې نبیله مصلح هم د خپلو خبرو په ترڅ کې د لوړو زده کړو وزارت څخه د دې ناستې د برابرولو او په علمي چاپیریال کې د ښځو د جنسي آزار او ځورونې او د تبعیض د مخنیوي د پاليسۍ د طرحې او جوړولو په پار مننه وکړه او هغه یې د هیواد د ښځو له حقونو څخه د لوړو زده کړو وزارت د دفاع نښه وبلله.
هغې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د دلایلو په ذکر کولو سره د وروستیو کلونو په اوږدو کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د ګراف د لوړیدلو یادونه وکړه او ویې ویل: چې د ښځو چارو وزارت په ۲۲۴ ولسوالیو کې د حقوقي خبرتیا، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د محوه کولو او د سولې په پروسه کې د ښځو د رول، په موخه ورکشاپونه برابر کړل چې په پایله کې یې ښه تاثیر درلود.
په ملي شورا کې د هرات د خلکو استازې مسعوده کروخي هم په یاده ناسته کې خبرې وکړې او تاوتریخوالی یې یوه نړیواله جدې ستونزه وبلله او د ځینو اسیایي او لویدیځو هیوادونو د تاوتریخوالي مواردو ته یې اشاره وکړه.
میرمن کروخي زیاته کړه: « په زده کړه ییز او روزنیز نظام کې د تدریجي اصلاحاتو په تعقیبولو سره، په داسې ډول چې زموږ تعلیمي او تحصیلي نصاب انسان جوړونکی وي او ښځه او نر د یو او بل پوره کوونکي او متمم وبولي، کیدای شي د تاوتریخوالي له ښکارندویه سره مبارزه وکړي.»
هغې د زده کړه ییز نظام د اصلاح په څنګ کې چې د هغې په وینا کولای شي زموږ د فکر مرکزیت را سم کړي، د قوانینو وضع کول او د هغوی پلي کول د ښځي او نر په وړاندې د تاوتریخوالي په را کمولو کې هم موثر وبلل او ټینګار یې وکړ چې هغه زده کړه او روزنه چې زموږ بدۍ، کړنې او تګلارې مو را سمې کړې، زموږ د ټولو هیله ده او د هغو لپاره موږ په ګډه کار کوو.
ناسته د یو لنډ فلم نندارې ته په وړاندې کولو او د کابل پوهنتون د ښکلو هنرونو د پوهنځي په وسیله د څو پارچو موسیقۍ په وړاندې کولو سره پای ته ورسیده.