د لوړو زده کړو وزارت کارکوونکو ته د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوي توشیح شوي قانون په اړه معلومات ورکړل شول

naser_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۸/۲۲ - ۱۵:۵۰
Xgghbhgbkkknkll

 

د لوړو زده کړو وزارت د ناستو په تالار کې د دغه وزارت مرکزي ادارو رئیسانو، اداري کارکوونکو او د مرکزي پوهنتونونو استازو ته، په یوه غونډه کې د امربالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال شیخ القرآن والحدیث مولوي محمد فقیر محمدي له لوري د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوي توشیح شوي قانون په اړه معلومات ورکړل شول.

 

د امر بالمعروف نهی عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت مرستیال په یاده ناسته کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر نوي توشیح شوي قانون ځينې مادې تشریح کړې او ویې ویل چې غربیانو او ځينو مغرضو کړیو د دې قانون یو شمېر مادې تحریف کړې او پر وړاندې یې منفي تبلیغات کوي. 

 

نوموړي زیاته کړه چې دغه قانون له قران او احادیثو تخریج شوی، عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله توشیح کړی او اوس یې پر موږ ټولو تطبیق واجب ګرځېدلی دی. 

 

هغه د لوړو زده کړو وزارت له کارکوونکو، د تحصیلي نهادونو له مسؤلینو او استادانو وغوښتل چې یاد قانون خلکو ته تشریح او په خپلو ځانونو یې عملي کړي. 

 

 وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم وویل چې د عالیقدر امیرالمؤمین صاحب حفظه الله له لوري د هر راغلي فرمان عملي کولو ته ژمن دی او د هغه امر ته د الله تعالی او رسول الله صلی الله علیه وسلم د امر په شان غاړه ږدي. 

 

نوموړي د دغه وزارت له کارکوونکو وغوښتل چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر نوی توشیح شوی قانون پر خپل ځان او کورنیو تطبیق کړي. 

 

د یادونې وړ ده چې د امربالمعروف او نهی عن المنکر قانون یوه مقدمه، ۴ څپرکي او ۳۵ مادې لري، چې د عالیقدر امیرالمؤمنین صاحب حفظه الله له توشیح وروسته نافذ او په رسمي جریده کې خپور شوی دی. 

نېټه: سه شنبه

۱۴۴۶هـ.ق، د جمادی الاول ۱۰مه

۱۴۰۳هـ.ش، د عقرب ۲۲مه

۲۰۲۴م، د نومبر ۱۲مه

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۴:۸
Background image

د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس په دویمه ورځ ۳۶ مقالې وړاندې شوې

 

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» په دویمه ورځ د استادانو او څېړونکو له لوري د یاد پوهنتون په دوو تالارونو کې ۳۶ علمي ـ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۶/۱۱ - ۱۱:۰
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب داخلي کنفرانس» پیل شو

 

د یاد درې ورځني داخلي کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د صنعت او سوداګرۍ وزير، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د کاپیسا ولایت مرستیال والي، د صنعت او تجارت او لوړو. . .

BACK TO NEWS