د لوړو زده کړو وزارت کارمندانو ته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې لخوا د کلنۍ ارزونې د څرنګوالي په اړه د دغه وزارت د ناستو په تالار کې درې ورځنۍ ورکشاپ پیل شو.

eshaq_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۲/۲۹ - ۹:۵
rtsdsds

د یاد سمینار په پرانیستغونډه کې د لوړو زده کړو وزارت اداري او مالي معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د علم پر ارزښت خبرې وکړې او وویل چې د ژوند هر پړاو د زده کړې لپاره دی او همدارنګه يې له کارمندانو څخه وغوښتل چې یاد ورکشاپ فرصت وګڼي او باید اعظمي ګټه ترې واخیستل شي. 
وروسته د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې حقوقي مرستیال ویس الدین ویس د سمینار پر جوړښت او موضوعاتو خبرې وکړي هغه وویل چې په دې ورکشاپ کې د کارمندانو د دندو پر لایحو، صلاحیتونو، مسؤلیتونو، کلنی راپور، پلان او کلنۍ ارزونې په اړه به لکچرونه ورکړل شي. هغه زیاته کړه چې دا لړۍ په نورو وزارتونو کې هم دوام لري. 
د یادولو وړ ده چې دغه د کلنۍ ارزونې پر څرنګوالي ورکشاپ به درې ورځې دوام وکړي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS