د لوړو زده کړو وزارت پلان، پالیسۍ او تقنین ریاست پلاوي له لورې په کندهار پوهنتون کې د ستراتېژيک پلان درې ورځنی ورکشاپ پای ته ورسېد.

د کندهار پوهنتون د مسلکي او پرمختیايي مرکز د غونډو په تالار کې، د سویل لوېدیځ زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د ستراتېژيک پلان کمېټې غړو لپاره د ستراتېژيک ، کاري او احصائيې پلانو او راپورونه د ترتیبولو اړوند درې ورځنی ورکشاپ پیل شوی و، چې د یادو موضوعاتو په اړه له بېلابېلو بحثونو او معلوماتو وړاندې کولو سره پای ته ورسېد.
د ورکشاپ په وروستۍ ورځ د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پاليسۍ او تقنين رئېس مفتي رضوان اللّٰه منيب د ستراتېژيک پلان پر ارزښت، راپور ترتیبولو او د احصائيوي فورمونو پر ډکولو خبرې وکړي او په دې برخه کې یې پر پوره دقت ټينګار وکړ.
د یادولو وړ ده، چي د دې ورکشاپ له لارې په درو ورځو کې د یاد ریاست د ستراتېژيک پلان د تدوين او ترتیب کارپوهانو د ستراتېژيک پلان د تدوین، احصائیوي فارمټو او راپورو توحیدولو په اړه خپل پرېزینټېشنونه وړاندې کړل.
د ورکشاپ په ورستیو کي د یاد زون د امارتي او خصوصي پوهنتونونو د پلان کمېټې غړو پوښتنو ته ځوابونه وویل شول او ورکشاپ د دعا په ویلو سره پای ته ورسېد.