د لوړو زده کړو وزارت پلان، پاليسۍ او تقنين رياست یوه پلاوي کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې د سویل لويدیځ زون یو شمېر امارتي او خصوصي تحصیلي بنسټونو د پلان کمېټو غړو ته د ظرفيت لوړونې په موخه د ستراتیژيک پلان او راپور جوړونې درې ورځنی ښوونيز ورکشا

ameen_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۱۲ - ۷:۳۰
تبلنتیبلتنیب

د ورکشاپ په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پالیسۍ او تقنين رئيس مفتي رضوان الله منیب د ستراتیژک پلان د موخو، اغېزو، ارزښت او نهایي کولو په اړه خبرې وکړې او د هرې ادارې د پرمختګ لپاره یې ستراتیژیک پلان جوړونه خورا مهمه برخه یاده کړه، نوموړي د پلان جوړونې پر مسؤلينو غږ وکړ، چې په ياده برخه کې، چې خورا مهمه ده ډېر کار وکړي.
همدارنګه د کندهار پوهنتون رئيس مولوي اکرم شاه عاصم د لوړو زده کړو وزارت څخه ورغلي پلاوي د مننې ترڅنګ خوښي وښوده، چې د ستراتیژیک پلانونو د لاښه ترتیبولو لپاره یو علمي او تخنیکي ورکشاپ دائر شو او هیله یې وکړه، چې د ياد ورکشاپ څخه اعظمي استفاده وشي.
دا په داسې حال کې ده، چې یاد پلاوي تر دې وړاندې د غزني پوهنتون د غزني تخنيکي پوهنتون، خاتم النبيين ﷺ پوهنتون، سلطان محمود غزنوي او مسلم لوړو زدکړو مؤسسو د پلان او احصائې کمېټو غړو سره د اړوندو بنسټونو د پلانونو، راپورونو او احصائيوي فورمونو د اصلاح په موخه ناستې ترسره کړې وې او دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د پلان، پاليسۍ او تقنين رئيس مفتي رضوان اللّٰه منيب د غزني والي  حافظ محمد امين عمري سره د ياد ولايت تحصيلي بنسټونو سره د همکاریو او اړونده برخه کې د پاملرنې په موخه ناسته ترسره کړې وه.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS