د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین کندهار ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې له کندهار پوهنتون او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو) څخه لیدنه وکړه. 

nasir_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۹/۱۳ - ۱۴:۴۴
Jhcsrthhjh

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون له رئیس مولوي محمد اکرم شاه صاحب سره وکتل او د کندهار پوهنتون پر علمي، اداري او مالي چارو یې خبرې ورسره وکړې. دغه راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د کندهار پوهنتون د رئیس په ملتیا د دغه پوهنتون له لیلیې او نورو مختلفو برخو څخه لیدنه وکړه. 

 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون له علمي مرستیال او سرپرست رئیس پوهنیار ثناءالله ارغستاني سره د لیدنې تر څنګ د دغه پوهنتون له ودانیو او لیلیې څخه لیدنه وکړه، د یاد پوهنتون د مسؤلینو ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. 

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کندهار پوهنتون او د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو) مسؤلینو ته وویل، چې د اسلامي او ملي ارزښتونو په رڼا کې د هېواد بچیان وروزي او د ا.ا.ا او لوړو زده کړو وزارت پالیسۍ عملي کړي. نوموړي د یادو پوهنتونونو ستونزې او اړتیاوې له نیږدې وکتلې او ویې ویل چې ټول موارد به د لوړو زده کړو وزارت له مشرتابه سره شریک او د حل په موخه به یې عملي ګامونه واخیستل شي. 

نېټه: یکشنبه

۱۴۴۴/۵/۱۰هـ.ق ۱۴۰۱/۹/۱۳هـ.ش ۲۰۲۲/۱۲/۴م 

د لوړو زده کړو وزارت مطبوعاتي دفتر

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS