د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ د پنځو امارتي ادارو د ۱۴۰۳هـ.ش مالي کال د اعاشوي موادو د ترتیب او طرحې کمېټې ناسته وکړه.

په یاده ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت یو شمېر رئیسانو د پنځو امارتي ادارو مسؤلینو او د ارزاق امارتي شرکت مسؤلینو د ۱۴۰۳هـ.ش مالي کال د اعاشوي موادو پر طرحې بحثونه وکړل.
د ارزاق شرکت رئیس مولوي عبدالرازق رفیع د یاد شرکت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې تر فتحې وروسته د ارزاق شرکت ۴۲ څانګې فعالیت کوي، چې تر پخوا یې فعالیتونه څو چنده ښه شوي دي.
هغه زیاته کړه چې ارزاق یو امارتي شرکت دی، چې د اسلامي امارت په ګټه کار کوي او د خپل هېواد له محصولاتو څخه ګټه اخلي. له همدې امله یې د ناستې له ګډونوالو وغوښتل چې خپل تړونونه له دغه شرکت سره وکړي.
همدارنګه د پنځو امارتي ادارو استازو خپل شرایط او ستونزې د ارزاق له امارتي شرکت سره شریکې کړې.
د ناستې په پای کې د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د کمېټې اړوندو ادارو ته دنده وسپارله چې تر راتلونکو پنځو ورځو خپل استازی وټاکي او راتلونکې ناسته کې خپله طرحه وړاندې کړي.