د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د هلمند ولایت عالمیې او عالیې مرحلو ازموینو له بهیر څخه لیدنه وکړه

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب هلمند ولایت ته په خپل رسمي سفر کې د دغه ولایت د ازموینو تنظیم، نظم او شفافیت ستاینه وکړه او د ازموینو ښه ترسراوي په موخه یې د هلمند پوهنتون او د امام محمد رحمة الله علیه دیني جامعې له مسؤلینو سره وکتل.
همدارنګه مالي او اداري معین د ازموینو له ګډونوالو وغوښتل چې د سوالونو په حلولو کې پوره دقت او پاملرنه وکړي او له دې پروسې څخه اعظمي ګټه پورته کړي.
د یادونې وړ ده چې په هلمند ولایت کې د عالمیې او عالیې مرحلو شاوخواه ۲ زره او ۲۰۰ کسانو ګډون کړی و.
نېټه: پنجشنبه
۱۴۴۶ هـ.ق د رجب المرجب ۱۵مه
۱۴۰۳ هـ.ش د جدي ۲۷مه
۲۰۲۵ م د جنوري ۱۶مه