د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او ورسره مل پلاوي نیمروز ولایت ته د کاري سفر په ترڅ کې د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې څخه لیدنه وکړه.

eshaq_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۲/۶ - ۵:۹
gdfgdfy

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې له درسي صنفونو، لابراتوار، کتابتون، اداري خونو او نورو برخو څخه لیدنه وکړه او د یادې مؤسسې له مشرتابه پلاوي سره یې وکتل. 

په دې لیدنه کې د نیمروز لوړو زده کړو مؤسسې رئیس مولوي محمد صدیق بني کمال د یادې مؤسسې ستونزې لکه؛ د تشکیلاتو کمښت او د مؤسسې د ودانۍ جوړول او ځينې نورې اړتیاوې د لوړو زده کړو وزارت له مالي او اداري معین سره شریکې کړې، چې د معین صاحب له لوري د همکارۍ ژمنه ورسره وشوه. 

همدارنګه د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین د یاد سفر په لړ کې د نیمروز ولایت د علماء شورا له یو شمېرو غړو سره هم وکتل او خبرې یې ورسره وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS