د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین او د مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د څېړنیزو پوسټرونو له نندارتون څخه لیدنه وکړه.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۸ - ۱۰:۲۸
gdfgfdgd

د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د یاد نندارتون په پرانیسته کې وویل، چې زموږ د هرې څېړنې مبداء باید د قرانکریم او نبوي ارشاداتو د تګلارې پر اساس وي. نوموړي کرنه د هېواد د اقتصاد اصلي سرچینه وبلله او ویې ویل چې په یوه خپلواک هېواد کې په خپلواک ډول څېړنې مو د بهرنیو له احتیاجه رایستلی شي.  
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین له استادانو او محصلینو وغوښتل چې د هېواد اړتیاوو ته په کتو څېړنې وکړي او د خپلو څېړنو له لارې د هېواد په پرمختګ او ځان بساینه کې ونډه واخلي.   
وروسته د کابل پوهنتون رئیس دوکتور اسامه عزیز وویل چې د هېواد اړتیا وړ هره برخه کې د طرحو وړاندې کولو او څېړنو ته ژمن دی. نومړي د کابل پوهنتون کرنې پوهنځي د استادانو او محصلینو څېړنې وستایلې او په دې برخه کې یې د هغوی له هڅو مننه وکړه. 
وروسته د کابل پوهنتون د کرنې پوهنځی رئیس پوهنمل صفي الله جوهر د کرنې پوهنځي او د یادو څېړنیزو پوسټرونو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې په تېر یوه کال کې مو په مختلفو برخو کې شاوخوا ۷۰ څېړنې کړي دي. 
همدارنګه د کابل پوهنتون، د کرنې، اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت او د صنعت او معدن اتاق مسؤلینو په خپل وار سره په هېواد کې د کرنیزو محصولاتو پر معیاري کولو، د بزګر او صنعت کار تر منځ د اړیکو جوړولو او د کرنیزو محصولاتو د تولید د زیاتوالي پر لارو چارو خبرې وکړې.
وروسته د نندارتون ګډونوالو د څېړنیزو پوسټرونو څخه لیدنه وکړه. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS