د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د انسجام نوبتي ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ تر سره شوه.

د غونډې په پیل کې د لوړو زده کړو مالي او اداري معین د لوړو زده کړو وزارت د کارکوونکو له لوري پر صادقانه او مخلصانه خدمتونو وړاندي کولو ټینګار وکړ او وویل: « له فتحې وروسته الله سبحانه وتعالی د افغانستان خلکو ته د خدمت کولو مسؤلیت زموږ پر غاړه راکړ. نو لازمه ده چې دا مسؤلیت د خپلو وظیفوي صلاحیتونو مطابق په احسنه توګه ترسره کړو ترڅو په پای کې الله تعالی او خپل وجدان ته شرمنده و نه اوسو.»
همدارنګه په یاده غونډه کې پر تېرو پریکړو لنډې خبرې وشوې او وروسته د غونډې غړو د آجندا سره سم د لوړو زده کړو وزارت له معتمدینو څخه جنسي او نقدي ضمانتونو، د معلوماتي ټکنالوژۍ او مخابراتو وزارت او د لوړو زده کړو وزارت ځینو ریاستونو ترمنځ پر توافقنامې، د نشراتو ریاست له لوري د همغږۍ او ظرفیت لوړونې لپاره پر سمینار او نورو موضوعاتو خبرې وشوې او ترڅنګ یې لازمي پریکړې ونیول شوې.