د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته وشوه.

د لوړو زده کړو وزارت د مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ ترسره شوه.
د لوړو زدهکړو وزارت مالي او اداري معین د غونډې په پیل کې د معینیت تر چتر لاندي رياستونو د کارونو پر چټکتيا او تنظیم، د کارونو پر لومړیتوبونو ټینګار وکړ.
هغه وویل: «د هرې ادارې مسؤل ته ډېر کارونه ورسپارل کیږي، نو لازمه ده چې کارونه په مشورې، همغږۍ، د نورو په چارو کې نه لاسوهنې او په ټاکل شوي نېټې کې له پلان سره سم ترسره شي ترڅو په اداره کې د کارونو بهتروالي، د خلکو ستونزو ته رسېدنې او بلاخره د الله سبحانه وتعالی د رضا لامل شي.»
وروسته د تېرې شورا پرېکړو ته لنډه کتنه وشوه او اړوندو رئیسانو خپل کاري راپورونه وړاندې کړل.
همداراز د شورا غړو له اجنډا سره سم په کادري روغتونونو کې د رادیولوژي څانګې جوړولو، د ساختماني شرکتونو د تضیمن ورکړې نېټې تمدید او نه تمدید، د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت سره د هوکړه لیک لاسلیکولو پر څرنګوالي، په علي آباد کادري روغتون کې د سرطان د درملنې او تشخیص مرکز د جوړولو پروژې پر بشپړتیا او پر یو څو نورو مهمو موضوعاتو خبرې او ترڅنګ یې لازمې پریکړې وشوې.