د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معینیت د انسجام ناسته د دغه وزارت مالي او اداري معین په مشرۍ تر سره شوه.

۱۴۴۴/۱/۲۴
۱۴۰۱/۵/۳۱
په یاده ناسته کې، چې د قرانکریم په مبارکو ایاتونو سره پیل شوه، د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب د مالي او اداري معینیت اړوند رئیس صاحبانو ته د هغوی اړوندو دندو په برخه کې لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې او ترې ویې غوښتل چې له خلکو سره د ادارې کارونو په ژر اجرا او چلند کې له اسانۍ کار واخلي.
وروسته د ناستې غړو له اجنډا سره سم پر موضوعاتو هر اړخیز بحثونه او له قوانیو سره سمې پرېکړې وکړې.