د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دولتي پوهنتونونو د پیل او د راتلوونکو سمسترونو د تکمیلولو لپاره، چې کومه طرحه او تقویم مخکې اعلان شوی و،

Akmal_admin
H

وضاحت!
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د دولتي پوهنتونونو د پیل او د راتلوونکو سمسترونو د تکمیلولو لپاره، چې کومه طرحه او تقویم مخکې اعلان شوی و، هغه تقویم په خپل ځای دی، هېڅ ډول تغير په کې نه دی راغلی او درسونه به د نافذه تقنیني اسنادو مطابق په نورمال شکل دوام ولري.

د یادونې وړ ده، چې د راتلونکو سمسترونو مکمل جزئیات له دولتي پوهنتونونو / لوړو زده کړو مؤسسو سره د درسونو د پیل پر مهال شریک شوي دي، د نویو او راتلونکو سمسترونو پیل او تکمیل به د نوموړیو جزئیاتو مطابق ترسره کیږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements