د لوړو زده کړو وزارت علمي معین په خپل کاري دفتر کې د ازبکستان هېواد د لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو د برخې مرستیال سره وکتل

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۷ - ۳:۴۰
vgdsfd

په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه د ازبکستان هېواد د لوړو زده کړو وزارت د نړیوالو اړیکو د برخې مرستیال محمد عزیز حکیم اوف او همدارنګه د یاد هېواد په ترمز ښار کې د افغانانو د تعلیمي مرکز رئیس آی بیک روزی اوف ته ښه راغلاست ووایه او افغانستان سره په تحصیلي برخو کې یې د ازبکستان هېواد ترسره کړې همکارۍ وستایلې.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین له نوموړیو څخه د افغانستان په تحصیلي نهادونو کې د ازبکي ډيپارټمنټونو د ملاتړ، د اوسپنې پټلۍ په برخه کې د ګډې ماسټرۍ او دوکتورا او همدارنګه د ټرانسپورټيشن اړوند د سړک او پل جوړونې تخصصي برنامو د ایجادولو او په دې برخو کې د همکاریو غوښتنې وکړې.
علمي معین دغه راز وویل، چې زمونږ استادان ډېر کله په بهر کې د زده کړو وروسته یو ځانګړی تاثر له ځان سره لري، چې په دې برخه کې د ازبکستان هېواد څخه د یوه ښه ګاونډي په توګه نېک تاثر لرلی.
همدارنګه د ازبکستان هېواد د تعلیمي او تحصیلي برخو استازو په خپلو خبرو کې یادونې وکړې، چې دوی د افغانستان د تحصیلي او تعلیمي پرمختګ لپاره هر ډول همکاریو ته ژمن دي او همدا راز یې وویل، چې په تحصیلي برخو به د اړتیاوو په پوره کولو کې هڅه کوي.
په ورته وخت کې د دواړ لوریو ترمنځ افغانانو ته د بورسونو د ورکړې په اړه هم خبرې وشوې، چې د څرنګوالي او امتیازاتو له معلومولو وروسته به پرې هوکړه وشي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۳ - ۱۵:۱۷
Background image

په البیروني پوهنتتون کې «د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره د صنعتي انقلاب درې ورځنی داخلي کنفرانس» د مقالو په وړاندې کولو سره پای ته ورسېد

 

د لوړو زده کړو وزارت له لوري د کاپیسا په البیروني پوهنتون کې پیل شوی درې ورځنی داخلي کنفرانس په اختتامیه مراسمو سره، چې د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار ډاکټر فاروق اعظم، د لوړو زده کړو. . .

BACK TO NEWS