د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او ورسره پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کادري بستونو د ازموینې څخه لېدنه ترسره کړه!

21/09/1443
3/02/1401
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین او ورسره پلاوي د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون کادري بستونو د ازموینې څخه لېدنه ترسره کړه!
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواہ د یادې ازموینې څخه په داسې مهال لېدنه ترسره کړه، چې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت رئیس شاکر وحیدي، د بهرنیو اړېکو او بورسونو د تنظیم رئیس دوکتور نظرمحمد او ورسره پلاوي یې ملتیا کوله.
د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواہ د یادې لېدنې پر مهال د ازموینې او ددې پروسې له پلي کوونکو څخه وغوښتل، چې شفافیت په نظر کې ونیسي او حق حقدار ته وسپاري.
بل لور ته ښاغلي خیرخواه د کابل ښوونې او روزنې د ماسټرۍ برنامې څخه د لېدنې پرمهال د استادانو او زده کړیالانو ستونزې واورېدې او د حل ډاډ یې ورکړ.
د یادونې ده چې په دې وروستیو کې د هېواد تحصیلي بنسټونو یو شمېر کادري بستونو اعلان شول، چې اوس یې د ازموینې او استخدام لړۍ روانه ده.