د لوړو زده کړو وزارت علمي معين روسيې ته په "روسيه او اسلامي نړۍ" درې ورځني کانفرانس کې د ګډون په موخه روسيې ته لاړ

ـ په وفد کې د تجارت او صنعت سرپرست وزير الحاج نور الدين عزيزي، د رئاسة الوزراء اقتصادي معاونيت سلاکار مولوي ابراهيم، د لوړو زده کړو د بهرنيو اړيکو رئيس ډاکټر نظر محمد عرفان، د بهرنيو چارو وزارت اقتصادي رئيس شفيع اعظم هم دي.
ـ کانفرانس کې پر اقتصادي، تجارتي، تعليمي، تحصيلي او ټکنالوژۍ برخه کې پر فرصتونو بحث کېږي.
ـ د يادونې وړ ده، چې د هېواد د تعليم او تحصيل په اړه او له روسيې سره پر فرصتونو د لوړو زده کړو وزارت علمي معين دوکتور لطف الله خيرخوا او د تجارت او اقتصاد په اړه د تجارت او صنعت وزارت سرپرست وزير الحاج نور الدين عزيزي ويناوې ولري.
ـ پاتې دې نه وي، چې د پروګرام حاشيه کې به د روسيې او اسلامي هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره مهمې کتنې هم وشي.