د لوړو زده کړو وزارت د څيړنې، تألیف او ژباړې ریاست له لورې د څېړنې لارښود درې ورځنۍ ښوونیز ورکشاپ په بامیان پوهنتون کې د میدان وردګ، غور، دایکندي، بامیان، غزني او د غزني تخنیکي پوهنتون څو تنو استادانو ته دایر شو.

ameen_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۱۴ - ۱۰:۲۶
zxbkjxkjas

د ورکشاپ په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د څيړنې، تألیف او ژباړې رئیس دکتور حمیدالله مزمل د یاد ورکشاپ په اړه د معلوماتو ترڅنګ د پوهنتون له مسؤلینو او استادانو څخه وغوښتل چې د څيړنې د پرمختګ او پراختیا اړوند خپل مسؤلیتونه ادا کړي.
وروسته د بامیان پوهنتون رئیس حضرت محمد برهاني د لوړو زده کړو وزارت پلاوي، استادانو او نورو ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ په اسلام کې د څیړنې ارزښت او اهمیت په اړه خبرې وکړې.
ورپسې د بامیان پوهنتون علمي معاون او د څېړنې امر د څېړنې پر اړتیا او ارزښت خبرې وکړې.
د یادونې وړ ده چې په دغه ورکشاپ کې به د تحصیلي بنسټونو ۷۰ تنه استادانو ته ( د څېړنې پروپوزل لیکنې، د څېړنې لیکنې لارښود، د تألیف او ژباړې د علمي اثرونو د څېړنې لارښود او د شمېرو د تحلیل لارښود) په اړه  درې ورځې ښوونه ورکړل شي.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS