د لوړو زده کړو وزارت د پراختيايي بوديجې د معقول لګښت په موخه ناسته تر سره شوه

د اکاډمیکو او اداري ریاستونو ترمنځ د کاري چارو د لا ښه تنظیم او همغږۍ، د پراختیایې بودیجې د معقول مصرف او له بشري قوې څخه د موثرې استفادې په موخه د لوړو زده کړو وزارت مالي او ادارې معین تر مشرۍ لاندې غونډه جوړه او په یادو موضوعاتو خبرې وشوې.
د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین نوراحمد درویش د وزارت انکشافي او پراختیایې پروګرامونو د پلې کولو په برخه کې د ټاکلو شوو موخو په تړاو خبرې وکړې او له مرکزي رئيسانو یې وغوښتل چې د پراختیایي بودیجې د معقول لګښت په برخه کې د کرونا وایرس له کبله د سختو حالاتو او مالي کال د محدود وخت په نظر کې نیولو سره، خپل پراختیایي پلانونه او عاجلې اړتیاوې د دې وزارت له مالي او اداري برخو سره شریکې کړي.
مالي او اداري معین د عملیاتي او اکاډمیکو ریاستونو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ او ویې ویل: «تر څو چې ټولې برخې ټاکل شویو موخو ته د رسیدو په برخه کې ګام اوچت نکړي او خپلې برنامې په دوامداره توګه تعقیب نه کړي؛ هيڅ لاسته راوړنه به ونلرو».
ښاغلي درویش د تشکیلاتي جوړښت او بشري سرچینو د ظرفیت په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ریاستونه دې د خپلو کاري پروسو د چټکتیا او له بشري قوې څخه د موثرې استفادې په موخه، خپلې غوښتنې او وړانديزونه مالي او اداري معینیت سره شریک کړي.
د غونډې په پای کې د مرکزي ادارو رئیسانو د خپلو انکشافي او تشکیلاتي پلانونو اړوند خپل نظرونه او وړاندېزونه له مالي او اداري معین سره شریک کړل او د ورته ناستو جوړولو پر دوام یې ټینګار وکړ.