د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژي رئیس انجنیر احمد ضیاء جبارخېل او انجنير سید زمان سعادات په نوښت د ککړې هوا د تصفیې فلټر جوړ او هېواد والو ته ور وپېژندل شو.

eshaq_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۳ - ۱۵:۳۴
Dhvdhddh

د چاپیریال پاک ساتنې او د ککړې هوا د تصفیې جوړ شوی موډل د کابل پوهنتون په تالار کې په داسې حال کې هېواد والو او رسنیو ته وروپېژندل شو، چې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، اداري او مالي معین، محصلانو چارو معین، د یاد وزارت او د هېواد د یو شمېر ادارو استازو هم شتون درلود.

په پیل کې د کابل پوهنتون د چاپیریال ساتنې پوهنځی رئیس پوهندوی محمد داود شېرزاد، چاپیریال ته د موجودو ننګونو په اړه معلومات وړاندې کړل.

وروسته د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتي ټکنالوژي رئیس انجنیر احمد ضیاء جبارخېل د یاد فلټر په اړه وویل: « دغه موډل د لومړني کمپیوټر په څېر ډېر ساده او له اولیه وسایلو جوړ دی، که د مسؤلینو ملاتړ او هڅونه وي، موږ د افغانستان د کادرونو په مرسته کولی شو د وخت غوښتنو ته ځواب ووایو.» هغه زیاته کړه چې د هېواد د نوښتګرو ځوانانو نوښتونو ته باید زمینه مساعده شي.

وروسته د یاد فلټر جوړونکي او طراح انجنیر سید زمان سعادات د فلټر د څرنګوالي په اړه وویل، چي د فلټر دغه موډل یې د دوه متره مکعب حجم په اندازه جوړ کړی، چې د یو کیلو واټ برق په مصرف سره کولی شي په یوه ثانیه کې څلور متره مکعبه ککړه هوا کش او فلټر کړي. هغه زیاته کړه چې په دغه فلټر درې سوه زره افغانۍ لګښت راغلی او د دغې او دې ته ورته نورو الیکترونیکي  اجناسو جوړولو لپاره ځانګړې طرحي لري، چې وار په وار به عملي شي

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۶/۱۷ - ۶:۳۷
Background image

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته کې د دوکتوار، ماسټري او لېسانس نوې برنامې ایجاد شوې

د لوړو زده کړو عالي شورا ناسته د دغه وزارت وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم په مشرۍ او د مالیې، اقتصاد او پوهنې وزارتونو معین صاحبانو، د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي او د. . .

BACK TO NEWS