د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو معينيت شورا نوبتي ناسته د دې وزارت د محصلانو چارو معين مفتي محمد طاهر احمد په مشرۍ ترسره شوه.

د ناستې په پيل کې د لوړو زده کړو وزارت محصلانو چارو معين د هېواد تحصیلي بنسټونو او په ځانګړي ډول د خصوصي تحصیلي بنسټونو د کيفيت لوړولو او اداري سیسټم په منظمولو ټينګار وکړ او د دې وزارت اړوند ریاستونو ته يې لارښوونه وکړه، چې په دې برخه کې د څارنې برنامې زیاتې کړي.
وروسته د اجنډا سره سم د شورا غړو د شخصي بورسونو داوطلبانو لپاره د ميکانېزم پر چمتو کولو، د نيمه لوړو زده کړو بنسټونو فارغانو د جذب څرنګوالي، د لوړو زده کړو بنسټونو هغه ستونزې چې اداري پلاوي يې تر دې دمه وزارت ته نه دې معرفي کړي او د خصوصي لوړو زده کړو د يو شمېر فارغو محصلانو د اسنادو په انفرادي ستونزو بحث او نظرونه تبادله او په اړه يې لازمې پرېکړې وشوې.
نېټه: سه شنبه
۱۳/۹/۱۴۴۴ هـ ق ۱۵/۱/۱۴۰۲ هـ ش ۴/۴/۲۰۲۳ م