د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته تر سره شوه.

Akmal_admin
پنجشنبه ۱۴۰۱/۳/۲۶ - ۴:۱
d

۱۴۴۳/۱۱/۱۵

۱۴۰۱/۳/۲۵

د لوړو زده کړو وزارت د محصلانو چارو د معینیت شورا ناسته تر سره شوه.

په دغه ناسته کې د محصلانو چارو د معینیت شورا غړو له اجنډا سره سم د هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو د محصلانو د اسنادو د طی مراحل کولو په اړه د اکاډمیکو چارو د څارنې او ارزونې ریاست راپور واورېد، چې په فوق لېسانس برخو کې یې له ظرفیت څخه زیات محصلان جذب کړي وو.

دغه راز د هغو خصوصي تحصیلي بنسټونو د بې جوازه او بې اساسه پوهنځیو او مصحلانو په اړه خبرې وشوې، چې په تېرو کلونو کې یې د لوړو زده کړو وزارت له جواز پرته محصلان جذب کړي دي.

همدارنګه د شورا غړو د بلخ پوهنتون د محصلانو لپاره د غوره درسي چاپېریال د برابرولو، د تخار پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځی د محصلانو لپاره د مناسب درسي ځای د نشتولي او ځينو نورو موضوعاتو په اړه هر اړخیز بحثونه او لازمې پرېکړې وکړې.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS