د لوړو زده کړو وزارت د علمي معینیت شورا جلسه د دغه وزارت د علمي مرستیال دوکتور لطف الله خیرخواه په مشرۍ جوړه شوه.

د یادې جلسې په پیل کې د تېرو ناستو پر پرېکړو لنډه کتنه وشوه، ورپسې د ناستې غړو د اجنډا سره سم د د ژبو او ادبياتو او ټولینزو علومو د لیسانس او فوق لیسانس تحصیلي برنامو د نصاب جوړولو مراحل، په ځینو تحصیلي خصوصي بنسټونو کې د پوهنځيو رامنځته کول، د یومف پوهنتون څانګې ستونزې او د علمي کادرونو پر ستونزو او یو شمېر نورو موضوعاتو یې بحث او نظرونه شریک کړل او ترڅنګ یې لازمي پریکړې وکړې.