د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لوري د مرکزي خصوصي تحصیلي بنسټونو او شپږو امارتي کادري روغتونونو د دعوت او ارشاد امریت د ۶۰ بستونو لپاره ازموینه واخیستل شوه.

په یاده ازموینه کې ۱۰۰ تنو علماء کرامو د ۵۴ مرکزي خصوصي تحصیلي بنسټونو او ۶ مرکزي امارتي کادري روغتونونو د دعوت او ارشاد امریت بستونو لپاره سیالي وکړه.
د ازموینې په پیل کې د لوړو زده کړو وزارت د دعوت ارشاد رئیس شیخ شاکرالله وحدت د یادو بستونو پر موخې او ارزښت خبرې وکړې او د ازموینې له ګډونوالو یې وغوښتل چې له پیل څخه په خپل کار کې صادق او متعهد واوسي.
دغه راز د لوړو زده کړو وزارت د دعوت او ارشاد رئیس ګډونوالو علماء کرامو د ته د ازموینې د روڼتیا په اړه پوره ډاډ ورکړ او له هغوی څخه یې هم وغوښتل چې د ازموینې اصول او احترام مراعات کړي.
د یادولو وړ ده چې له تحریري ازموینه وروسته له یادو داوطلبانو څخه تقریري ازموینه اخیستل کېږي او په درېیم پړاو کې به خپل سیمینارونه وړاندې کوي.