د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا!

ameen_admin
jhgjhghj

 

د امارتي پوهنتونونو او لوړو زده کړو مؤسسو ټولو محصلینو ته خبر ورکول کیږي، چې د تبدیلو پروسه د روان کال  (1402) مرغومي میاشتې له لوموړۍ نیټې څخه پیل او د سلواغې میاشتې تر پایه، یوازې د ورځې برنامې څخه شپې برنامې ته په ورته څانګه، سمستر او ټولګي کې په لاندې شرایطو سره ترسره کیږي.
1.    د لومړي تحصیلي بنسټ څخه د فورم اخیستل او د دواړو تحصیلي بنسټونو څخه موافقه ترلاسه کول؛
2.    د دویم تحصیلي بنسټ په شپې برنامه کې د اړوندې څانګې شتون؛
3.    تبدیلي په ورته سمستر، ټولګي او څانګه کې ترسره کیږي؛
4.    د غوښتنپاڼې او عریضې له لارې تبدیلي نه منل کیږي.

نوټ:  د محصلینو تبدیلي د ورځنیو برنامو څخه شپې برنامو ته د پورته شرایطو سره سم او د تبدیلو کمیسیون د تائید نه وروسته ترسره کیږي.

اطلاعیه وزارت تحصیلات عالی!

به اطلاع تمام محصلان پوهنتون ها و موسسات تحصیلات عالی امارتی کشور رسانیده می شود که پروسه تبدیلی محصلان یاد شده از تاریخ اول ماه جدی آغاز و الی اخیر ماه دلو تنها از برنامه های روزانه به برنامه های شبانه و به عین رشته، سمستر و صنف مطابق شرایط ذیل صورت می گیرد:
1.    اخذ فورم از نهاد تحصیلی اول او اخذ موافقه از هر دو نهاد؛
2.    موجودیت رشته مورد نظر در برنامه شبانه؛
3.    تبدیلی در عین رشته، سمستر و صنف صورت می گیرد؛
4.    تبدیلی از طرق درخواست و عریضه قابل اجرا نمی باشد.

نوت: تبدیلی محصلان  از برنامه های روزانه به برنامه های شبانه با توجه به شرایط فوق و پس از تائید کمیسیون تبدیلی ها صورت می گیرد.
تاریخ: 1445 جمای الاول 28  هـ.ق  1402 د لېندۍ 21 هـ.ش

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements