د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

baqir_admin
ل

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۲۶/۸/۱۳۹۹ نېټې ۲۵ شمېرې او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د ۲/۱۲/۱۳۹۹ نېټې پرېکړو پر بنسټ، د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو حضوري درسونه د روان کال کب میاشتې په ۱۵مه نېټه په رسمي توګه پیلېږي. دولتي او خصوصي پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې اړ دي څو د کب میاشتې له ۱۵مې د ۱۴۰۰ کال د وري تر ۱۵مې نېټې د څلورو اونیو په لړ کې درسونه په تشدیدي توګه مخ‌ته یوسي او د لاندې اکاډمیک مهال‌وېش پر بنسټ د ۱۳۹۹ کال د مني سمسټر پاتې درسونه وړاندې کړي.

 

د پوهنتونونو د بیاځلي پیل مهال‌وېش

د پوهنتونونو بیاځلي پیل

۱۵/۱۲/۱۳۹۹

ازموینې

لومړی چانس

دویم چانس

پیل

پای

پیل

پای

۱۵/۱/۱۴۰۰

۷/۲/۱۴۰۰

۱۰/۲/۱۴۰۰

۱۹/۲/۱۴۰۰

د ۱۴۰۰ کال پسرلني درسونو پیل

۲۰/۲/۱۴۰۰

 

 

د لوړو زده کړو وزارت

Latest announcements

سه‌شنبه ۱۴۰۰/۱/۱۰ - ۱۲:۴۳
Background image

د مکسیکو کالج روزنیز پروګرام خبرتیا

په تهران کې د مکسیکو سفارت په رسمي توګه خبر ورکوي چې د مکسیکو (COLMEX) کالج د ۲۰۲۱ کال، د جون ۲۸ څخه د جولای تر ۲۳ نېټې پورې د انګرېزي ژبې په برخه کې د اوړي نړیوال پروګرام جوړ کړي.

یا . . .

چهارشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۱۳ - ۱۰:۴۶
Background image

د (۱۴۰۰) لمریز کال دپاره د کابل پوهنتون ماسټرۍ برنامو خبرتیا

د کابل پوهنتون تر لیسانس پورته (ماسټرۍ او دوکتورا) برنامو آمریت، د ۱۱/۱۲/۱۳۹۹ نېټې په خبرتیا کې ویلي؛ چې

ټاکل شوې کابل پوهنتون د ۱۴۰۰ ه. ل. کال له‌پاره د لاندې جدول پر بنسټ د ماسټرۍ په . . .

دوشنبه ۱۳۹۹/۱۲/۴ - ۹:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت خبرتیا

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې د ۲۶/۸/۱۳۹۹ نېټې ۲۵ شمېرې او د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه د ۲/۱۲/۱۳۹۹ نېټې پرېکړو پر بنسټ، د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو حضوري درسونه د روان کال کب . . .

Back to announcements