د لوړو زده کړو وزارت اعلامیه

baqir_admin
ل

د ګرانو هېوادوالو او درنو رسنیو د پام وړ!

ټولو درنو هېوادوالو ته خبر ورکول کېږي چې د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر جلالتمآب شیخ عبدالباقي حقاني په ټولنیزو رسنیو کې کومه رسمي پاڼه نه لري.

په ټولنیزو رسنیو کې د ده په نوم ټولې جوړې شوې پاڼې جعلي دي او د یو شمېر مغرضو او ورانکارو خلکو او ډلو له خوا د عامه ذهنونو مغشوشولو په موخه جوړې شوې دي.

د یادونې وړ ده چې دغه فېسبوک پاڼه د لوړو زده کړو وزارت یوازېنۍ رسمي پاڼه ده، چې د لوړو زده کړو وزارت ټولې اعلامیې، اطلاعیې او د کاري فعالیتونو خبرونه له همدغې پاڼې خپرېږي.

ګران هېوادوال دې خبر وي

Latest announcements

پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۰:۵۳
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست خبرتیا

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو  او تخصصاتو  عمومي ریاست خبرتیا!

ټولو هغو داوطلبانو ته، چې په کندهار کې یې د تخصصاتو برنامو لپاره نوم لیکنه کړې وه، د لوړو زده کړو وزارت د مخکینۍ . . .

پنجشنبه ۱۴۰۱/۲/۲۹ - ۱۰:۴۸
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست خبرتیا

د لوړو زده کړو وزارت د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست خبرتیا!
د مرکز ـ کابل تخصصي پروګرامونو لپاره هغه داوطلبان چې مخکې یې نوم لیکنه کړې، خبر ورکول کیږي چې د ذکر شویو کاندیدانو . . .

شنبه ۱۴۰۱/۲/۲۴ - ۶:۲
Background image

د استاذانو د پام وړ!

خبرتیا!

د استاذانو د پام وړ!

د لوړو زده کړو وزارت د تخصصاتو ریاست د ماسټرۍ پنځو برنامو لپاره لاندې کمبود بستونو کې په شرایطو برابر استاذانو ته اړتیا لري.

۱ـ د تفسیر او علوم قرآن تخصص . . .

Back to announcements