د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني سره، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ډیبورا لاینز وکتل.

۱۴۰۰کال، د سلواغې ۲مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې ډیبورا لاینز سره، په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دغه ناسته کې د لوړو زده کړو وزارت علمي معین دوکتور لطف الله خیرخواه، د محصلانو چاور سرپرست معین انجنیر سید اسماعیل روحاني، د کابل پوهنتون رییس دوکتور اسامه عزیز، د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مشر دوکتور طارق کمال هم حضور درلود.
د لوړو زده کړو وزات سرپرست مولوي عبدالباقي حقاني په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې ته د ښه راغلاست تر څنګ، د لوړو زده کړو سکټور په اړه د ا.ا.ا د پالیسيو او راتلونکو پلانونو په اړه معلومات ورکړل.
مولوي عبدالباقي حقاني وویل: «دا د افغانانو ځانګړنه ده، چې له خپلو دینې ارزښتونو نه تېریږي او له بهره پر ځان تپل شوی حکومت نه مني.» ښاغلي حقاني زیاته کړه، چې اسلامي امارت د اسلامي او افغاني ارزښتونو د مراعاتولو په صورت کې د ښځینه او نارینه زده کړو ته ژمنه دی او ښه بېلګه یې د خصوصي پوهنتونونو د زده کړو جریان یاد کړ.
دغه راز د لوړو زده کړو سرپرست وزیر مولوي عبدالباقي حقاني د تحصیلي سکټور اړتیاوې په ګوته او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې یې وغوښتل، چې په یادو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
همدارنګه د خصوصي پوهنتونونو د اتحادیې مشر دوکتور طارق کمال د خصوصي پوهنتونونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې موږ د اسلامي امارت تر حاکمیت وروسته، د اختلاط د مخنیوي لپاره یوه طرحه جوړه او له لوړو زده کړو وزارت سره شریکه کړه، چې له نېکه مرغه د وزارت مقام له لوري نه یوازې تایید شوه، بلکې د عملي کولو په برخه کې یې همکاري راسره وکړه.
وروسته په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې ډیبورا لاینز د لوړو زده کړو وزارت د مشرتابه له لوري د معلوماتو ورکولو له امله مننه وکړه، په تحصیلي برخه کې یې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې موږ به د مرستو راجلبولو لپاره له مرستندویه بنسټونو سره خبرې وکړو.