د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د ملي پراختیا شرکت له عمومي اجرائیوي رئیس سره، د دغه وزارت اړوند نیمه کاره پروژو د تکمیل په موخه وکتل.

ameen_admin
شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۳ - ۷:۴۱
djhfkjsdhfkjsdkjf

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د ملي پراختیا شرکت د فعالیتونو د ستایلو تر څنګ، د مرکزي او ولایتي امارتي تحصیلي بنسټونو او د دې وزارت اړوندو نورو پروژو د تکمیل په اړه تخنیکي بحث وکړ. 

د یادې لیدنې پر مهال د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په پوهنتونونو کې د لیلیو، تدریسي بلاکونو او نورو برخو د نیمه کاره پروژو پر تکمیل ټینګار وکړ، تر څو د محصلینو او استادانو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي. 

همدارنګه د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د لوړو زده کړو وزارت اړوندو پروژو تکمیلولو ته تیاری وښود او ډاډ یې ورکړ چې د ملي پراخیتا شرکت به په پوره صداقت سره د لوړو زده کړو وزارت اړوندو پروژو کې کار وکړي. 

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS