د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په خپل کاري دفتر کې د ترکیې هېواد له شارژدافیر سره وکتل.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۷ - ۴:۵۱
lkdsjflksdkl


په یاده لیدنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا‌ء محمد ندیم په افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر او شارژدافیر جنک اونال او ورسره مل پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د دواړو هېوادونو ترمنځ د علمي او کلتوري اړیکو په پاللو ټینګار وکړ او د افغانستان او ترکیې ترمنځ یې پر ځینو ګډو تحصیلي موضوعاتو خبرې وکړې.
دغه راز سرپرست وزیر د دواړو هېوادونو ترمنځ پر ښو اړیکو او له یو بل سره د علمي او څېړنیزو تجربو پر شریکولو هم بحث وکړ او د لوړو زده کړو په برخه کې يې ځینې وړاندیزونه له شارژدافیر سره شریک کړل.
ورپسې په افغانستان کې د ترکیې سرپرست سفیر او شارژدافیر، د افغانستان او ترکیې د اکاډمیکو اړیکو پر مخینه خبرې وکړې او د افغانستان له تحصیلي نظام سره یې د بنسټیزو کارونو اړوند د همکارۍ ډاډ ورکړ.
د یادولو وړ ده چې په دغه لیدنه کې دواړو لوریو پر غوره تحصیلي اړیکو او علمي تجربو شریکولو خبرې وکړې.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS