د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له صدري، قلبي او وعایي ناروغیو انستیتیوت څخه لیدنه وکړه.

ameen_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۱/۱۰ - ۳:۳۸
ffdssdfdfsds

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په صدري، قلبي او وعایي ناروغیو انستیتیوت کې له ناروغانو، ډاکټرانو، اداري او خدماتي کارکوونکو سره وکتل. له لیدنو سربېره یې طبي، اداري او خدماتي کارکوونکو ته ډاډ ورکړ چې په ټولو وظیفوي چارو کې وزارت ستاسو سره همکار دی.
همدارنګه یې د یاد انستیتیوت له ډاکټرانو او کارکوونکو څخه وغوښتل چې هېوادوالو ته د لا ښو خدمتونو وړاندي کولو په برخه کې شته ستونزې او اړتیاوې په نښه او له وزارت سره شریکې کړي.  
د یادونې وړ ده چې سرپرست وزیر له اداري، او پي ډي، اې سي جي، لابراتوار، بسترخونو او رادیولوژي څانګو څخه هم لیدنه وکړه، د نوموړو څانګو مسؤلینو ستونزې یې واورېدې او لازمې سپارښتنې یې ورته وکړې.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۷ - ۱۶:۱۶
Background image

د ا.ا.ا رئیس الوزراء حفظه الله د لوړو زده کړو وزارت له لوري په کابل پوهنتون کې د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د تحصیلي نظام پیاوړتیا په موخه جوړې شوې غونډې ته، چې د مرکزي پوهنتونونو رهبري پلاوي، د پوهنتونونو استادانو او ولایتونو علماء کرامو ګډون پکې کړی و، د ا.ا.ا رئیس الوزراء محترم الحاج. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۶ - ۱۶:۳۳
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د مرکزي زون خصوصي پوهنتونونو مسؤلینو لپاره د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه فرامینو د تشریح یو ورځنی سمینار دائر شو 

 

په یاد سمینار کې، چې په خصوصي پوهنتونونو کې د امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرامینو د تشریح او تطبیق په موخه جوړ شوی و، د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د. . .

شنبه ۱۴۰۴/۵/۲۵ - ۱۵:۴۵
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د بامیان پوهنتون ۶۲۰ تنو محصلینو په فراغتغونډه کې د ګډون تر څنګ په دغه پوهنتون کې یو شمېر پروژې افتتاح کړې

 

د لوړو زده کړو وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم بامیان ولایت ته د خپل رسمي سفر پر مهال د بامیان پوهنتون محصلینو فراغتغونډه کې محصلینو ته وویل چې په خپل مسلک کې تخصص او کار. . .

BACK TO NEWS