د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د دعوت او ارشاد ریاست د کلنۍ ازموینې د پایلو په غونډه کې ګډون او وینا وکړه.

ameen_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۵/۴ - ۱۰:۱۶
dewrioeioriweirewio


په یاده غونډه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیو د بیا رغونې معین مفتی سید احمد مستقیم، د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ معین شرف الدین مسلم او همدا راز د نوموړي وزارت کارکوونکو ګډون درلود.
په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر کارکوونکو ته په خطاب کې وویل، چې دا نظام زموږ او ستاسو د ټولو شریک نظام دی، تاسي په دې کیښتۍ کې له موږ سره یوځای یاست، دا کيښتۍ به په ګډه پر مخ بیایو او یو له بل سره به پوره همکاري کوو. نوموړي زیاته کړه چې له مراجعینو سره سم چلند کوئ او په کارونو کې غفلت او بي پروايي مکوئ.
سرپرست وزیر د افغانستان اسلامي امارت له حکومت الهدایه سره تشبیه کړ؛ هغه حکومت چې چارواکو ته يې مادیات نه دي مطرح بلکې ستره موخه یې خلکو ته خدمت او د دین اقامه ده. 
وروسته د کلیو د بیا رغونې او پراختیا وزارت د پلان او پالیسۍ معین شرف الدین مسلم د یادې غونډې جوړیدو په اړه خوښي وښوده او زیاته يې کړه چې امربالمعروف او نهی عن المنکر د ټولو پیغمبرانو دنده وه، اوس دا وجیبه د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت پر غاړه ده.
په پای کې هغه کارکوونکو ته چې په دغه کلنۍ ازموینې کې یې لوړې نمرې وړې وې، د یاد وزارت د دعوت او ارشاد ریاست له لورې ستاینلیکونه ورکړل شول.

Latest announcements

شنبه ۱۴۰۴/۷/۱۲ - ۹:۱۸
Background image

د عالیې او عالمیې مرحلو د ازموینې پایلو اعلان


د غور، دایکندي او بدخشان ولایتونو ټولو هغو علماء کرام ته چې د ۱۴۴۶هـ.ق کال د شوال میاشتې عالیې او عالمیې مرحلو شپږ ورځنۍ ازموینې کې یې ګډون کړی او بریالي شوي، کولی شي په لاندې لینک کې . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۷/۳ - ۷:۴
Background image

د لوړو زده کړو وزیر د یو محصل له لوري د بل محصل د قتل د عفوې او روغې جوړې په غونډه کې ګډون او وینا وکړه

 

د لوړو زده وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب پکتیا ولایت ته په خپل سفر کې، د سید جمال الدین افغاني پوهنتون د یو محصل له لوري د بل محصل قتل، چې اصلي د پکتیا اوسېدونکی و. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۷/۱ - ۱۴:۱۱
Background image

د لوړو زده‌ کړو وزیر د هرات پوهنتون په یوه ستره غونډه کې استادانو، محصلینو او کارکوونکو ته وینا وکړه

 

په یاده غونډه کې د هرات ولایت علماوو شورا رئیس، د امر بالمعروف او نهي عن المنکر رئیس، د هرات پوهنتون رهبري، د هرات ولایت د خصوصي پوهنتونونو رهبري پلاوی، استادانو او ګڼ شمېر محصلین. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۳۰ - ۱۲:۳۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ د هرات جامي خصوصي پوهنتون له لوري «په لوړو زده کړو کې د تضمین کیفیت د نظام ارزونې او پیاوړتیا نړۍ وال کنفرانس» دائر شو

 

د یاد کنفرانس په پرانیستې مراسمو کې د لوړو زده کړو وزیر، د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، د هرات والي، د لوړو زده کړو وزارت مرکزي ادارو یو شمېر رئیسانو، د امارتي او خصوصي پوهنتونونو. . .

BACK TO NEWS