د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کابل پوهنتون او دغه راز عبدالله بن مسعود ؓ جامعې د محصلینو او طالب العلمانو د لیلیو او پخلنځيو څخه لیدنه وکړه.
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم نن ورځ د کابل پوهنتون او عبدالله بن مسعود ؓ جامعې د محصلینو او طالب العلمانو د لیلیو او پخلنځيو څخه د لیدنې ترڅنګ د هغوی ستونزې واورېدې او د پوره کېدو ډاډ یې ورکړ.
هغه همدارنګه د پخلنځيو اشپزانو او مسؤلینو ته د لا نظافت او صحي خوړو د چمتو کولو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې.