د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د روسیې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو د نړیوال کنفرانس په څنډه کې د تاتارستان په کازان ښار کې له مېشتو افغان محصلینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم په داسې حال کې چې د پوهنې سرپرست وزیر مولوي حبیب الله اغا هم حضور درلود، د افغان استادانو او محصلینو لپاره د لوړو زده کړو وزارت له لوري رامنځ ته شویو اسانتیاوو ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد د تحصیلي نظام پیاوړتیا او پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه کړې او دغه وزارت ته یې کافي بودیجه په واک کې ورکړې، چې د هېواد د لوړو زده کړو په تاریخ کې بې سارې ده.
هغه دغه راز زیاته کړه او ویې ویل: « د امیرالمومنین صاحب حفظه الله په لارښوونه ټولو امارتي ادارو ته دنده سپارل شوې، چې د خپلو ادارو په خالي بستونو کې د هېواد د تحصیلي بنسټونو فارغان جذب کړي.»
همدارنګه د لوړو زده کړو سرپرست وزیر له محصلانو وغوښتل چې په شوق او لېوالتيا سره خپلو زده کړو ته توجه وکړي او د خپلو ديني او ملي ارزښتونو د ساتنې ترڅنګ د کوربه هېواد قوانينو، مقرراتو او فرهنګي ارزښتونو ته هم پاملرنه وکړي او د خپل هېواد ښه استازیتوب وکړي.
په پای کې یادو محصلینو د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر له سفر څخه د خوښۍ په څرګندولو سره خپلې یو لړ غوښتنې، وړاندیزونه او ستونزې ورسره شریکې کړې، چې د هغه له لوري د افغان سفارت او د لوړو زده کړو وزارت د بهرنیو اړیکو او بورسونو د تنظیم ریاست مسؤلینو ته لارښوونه وشوه، چې د دوی د ستونزو د حل لپاره عاجل اقدامات وکړي.
د یادولو وړ ده چې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي ندا محمد ندیم د اسلامي امارت لوړ پوړي پلاوي په ملتیا د روانې اونۍ د شنبې په ورځ د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په دویم نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه د فدراتیف روسیې د تاتارستان هېواد کازان ښار ته سفر کړی، چې په یاد کنفرانس کې به وینا هم وکړي