د لوړو زده کړو سرپرست وزیر او علمي مرستیال پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي د ماليې سرپرست او نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال سره د لوړوزده کړو وزارت پراختیایې پروژو پر بودیجوي موضوعاتو خبرې وکړې.

ناپیژنده (not verified)
یکشنبه ۱۳۹۹/۴/۱ - ۷:۲۲
f

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د مالیې وزارت له دوامدارې همکارۍ څخه د مننې په ترڅ کې، ددغه وزارت د پراختیایې پروژو په اړوند معلومات وړاندې کړل او ویې ویل: د هیواد په ۳۳ ولایتونو کې د لوړو زده کړو وزارت د پراختیایې پلان پر مټ په لوړو زده کړو بنسټونو کې ۸۰ پراختیایې پروژې چې د تدریسي او اداري اړتیاوو د پوره کولو په موخه باید پلې کړای شي تر څو د زیربناء له پلوه د هیواد پوهنتونو په مخکې پرتې ستونزې لرې شي او له بل اړخه په هغه شمیر بنسټونو کې چې نسبت پخوا ته د ودانیو له کمښت سره مخ دي د تحصیل مصوونه زمینه برابره شي.

پوهنمل عبدالتواب بالاکرزي زیاته کړه: د مالیې وزارت د هڅو په پایله کې تر اوسه پورې د هیواد په ۸ تحصیلي بنسټونو کې د آسیایي پراختیایې بانک له اړخه د ۱۸ پراختیایي پروژو اړوند ژمنې تر سره شوې دي چې د هغوی په تخنیکي برخو کار پیل شوی دی، خو د دغو پروژو د ډیزاین څرنګوالی د آسیایي بانک پالیسي ته په کتو د بودیجې د نه اختصاص په وجه وروسته پاتې دی چې باید د یادو پروژو د ستونزو له منځه وړلو او ورباندې کار پیلولو په موخه د مالیې وزارت د هغوی د ډيزاین لګښتونه تمویل کړي.

پوهنمل بالاکرزي په ډاګه کړه چې د مالیې محترم وزارت د پروژو د اعمار او په دغه برخه کې د افغانستان له حکومت سره د تمویلوونکو د همکارۍ جلبولو په موخه د لوړو زده کړو وزارت د پام وړ بودیجې د برابرولو په برخه کې کومه ژمنه کړې وه، باید همکاري وکړي تر څو هغوی په دې برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

د مالیې سرپرست او نوماند وزیر عبدالهادي ارغندیوال وویل چې په افغانستان کې د کرونا وایرس خپريدو ته په پام سره، زموږ اساسي لومړیتوب ددې وایرس او د هغه د پایلو سره مبارزه کول دي خو له دې سره بیا هم د لوړو زده کړو سکټور زیات مهم دی او د حکومت په لومړیتوبونو کې دی له همدې امله کوښښ کوو چې موجودو امکاناتو ته په کتو سره د هیواد له تحصیلي سکټور سره همکاري وکړو.

د مالیې سرپرست وزیر ډاډ ورکړ چې د یادو شوو پروژو د ډیزاین لګښتونه به تمویل کړي او د مالي کال په منځ کې د بودیجې د تفتیش پر وخت به د لوړو زده کړو وزارت پراختیایې پروژې په بودیجه کې شاملې کړای شي.

د غونډې په پای کې پریکړه وشوه تر څو د بودیجې عمومې ریاست، د ماليې او لوړو زده کړو وزارتونو د مرستو د انسجام ادارو څخه جوړ تخنیکي ټیمونه پخپل منځ کې سره کیني او د یادو شویو ودانیو د طرحې او ډيزاین بودیجوي ستونزو د حل د څرنګوالي او د تمویلونکو د مرستو را جلبولو په موخه له هغوی سره د همغږۍ ناسته وکړي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۵:۱۷
Background image

د لوړو زده کړو وزارت رهبري شورا ناسته، د دغه وزارت سرپرست وزیر په مشرۍ تر سره شوه

د ناستې په پیل کې د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم صاحب په اسلام کې د اطاعت پر اهمیت او ګټو خبرې وکړې او ویې ویل چې د نظام او مشرتابه اساسي اطاعت په. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

BACK TO NEWS