د لوړو زده کړو سرپرست وزير په حضور کي د اناستو پوهنتون او الف فارم ترمنځ د ګډو همکاریو طرحه لاسلیک سوه.

شنبه، ۱۴۰۰ کب ۷ مه
د لوړو زده کړو سرپرست وزير په حضور کي د اناستو پوهنتون او الف فارم ترمنځ د ګډو همکاریو طرحه لاسلیک سوه.
د افغانستان د کرنیزو علومو او ټکنالوژۍ ملي پوهنتون (اناستو) او الف فارم تر منځ د ګډو چارو، همکاریو او موجوده امکاناتو د شریکولو یوه جامع او دوه اړخیزه طرحه د لوړو زده کړو سر پرست وزير مولوی عبدالباقي حقاني او د کندهار ولايت لپاره د لوړو زده کړو فوق العاده استازي انجینر محمد ناصر نیکزاد په حضور کي د طرفینو لخوا لاسلیک شوه.
یاده طرحه د خوړو خوندیتوب، علمي څېړني، کرنیز ترویجي فعالیتونو، تولیدي برنامو او د عصري پرمختللي کرنیزو ماشینریو استعمال او ترویجولو برنامي، د باغونوجوړولو، د شنو خونو جوړول، د بېلابيلو فارمونو جوړول ( پسونو، غواوو، اوزو، چرګانو، ماهيانو)، د شاتو مچيو او ورته نور د کرهڼي او مالدارى فعاليتونه په بر کي نيسي.
اناستو پوهنتون د هيواد په کچه د کرهڼيزو علومو او ټکنالوژۍ یوازنى ملي پوهنتون دى چي د ليسانس او فوق ليسانس برنامې لري؛ همدارنګه پخوانى ترنک فارم يې په واک کي دى، مجهز لابراتوار، پرمختللې ماشينري او د فوق ليسانس په کچه استادان لري. همدارنګه الف فارم چي خصوصي سکتور دى او د کرهڼي او مالدارى په برخه کي د ښو تجربو او پانګي څخه برخمن دى, د خپلو مشترکو موجوده امکاناتو او فرصتونو په شریکولو، همږغۍ او مديريت سره به د کرهڼي او مالداری په ډګر کي د پام وړ ګامونه پورته کړي.