د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري معين کونړ ولايت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون له بېلابیلو برخو څخه د ليدنې تر څنګ په یوه ستره ولسي غونډه کې ګډون وکړ.

ameen_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۶:۳۰
isdflkjdlsfks


په یاده غونډه کې د لوړو زده‌کړو وزارت مالي او اداري معین مولوي حافظ محمد حامد حسیب، چې د کونړ ولایت مرستيال والي، د ياد پوهنتون مشرتابه پلاوي، د ولايتي ادارې رييسانو، د کونړ ولایت جیدو علماء کرامو، استادانو، اداري کارکوونکو او محصلينو په کې گډون کړی وو، وويل چې د ا.ا.ا مشران د باکيفيته زده‌کړو لپاره د مناسب چاپېريال برابرولو په برخه کې پوره هڅې کوي او د لوړو زده‌کړو وزارت ژمن دی چې د پوهنتونونو ټولې اړتياوې پر خپل وخت پوره کړي.
وروسته د کونړ مرستيال والي مولوي عبدالله حقاني وويل چې د ا.ا.ا مشران ديني او عصري زده‌کړو ته ژمن دي او په دې برخه کې د پوره سهولتونو برابرولو لپاره کوښښ کوي.
همدا راز د سيد جمال الدين افغاني پوهنتون مشرتابه د خپلو خبرو پرمهال د لوړو زده‌کړو وزارت د مالي او اداري معين په راتگ خوښي وښوده او په یو شمېر برخو کې یې خپلې ستونزې او غوښتنې ورسره شريکې کړې، چې مالي او اداري معین له لوري د ستونزو د حل او وړانديزونو د منلو ډاډ ورکړل شو. 

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۳:۳۹
Background image

په لوړو زده کړو وزارت کې د چارو غوره ترسره کولو په موخه الکترونیکي حاضري فعاله شوه.

 

په همدې مناسبت د لوړو زده کړو وزارت مالي او اداري معین الحاج مولوي حافظ محمد حامد حسیب په مشرۍ جوړه شوې ناسته کې، نوموړي د کارکوونکو پر وظیفوي مسوولیتونو او په ژوند کې د وخت پر ارزښت. . .

شنبه ۱۴۰۴/۳/۳۱ - ۵:۴۱
Background image

د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي.

د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی.

یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۲ - ۱۰:۲
Background image

د لوړو زده کړو وزارت علمي معین د کازان نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

د ا.ا.ا د لوړو زده کړو وزارت علمي معین، شیخ ضیاءالرحمن الاریوبي د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمېنه کازان کې د لوړو زده کړو او پوهنې وزیرانو په درېیم نړیوال فورم کې ګډون وکړ.

 

. . .

BACK TO NEWS