د قرار داد ورکونې د پریکړي خبرتیا

Publish Date
Closing Date
د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۳) فقرې سره سم ټولو ته خبر ورکول کیږی چې د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون په پام کې لري چې د یاد پوهنتون د اداري دفترونو او د استادانو د اتاقو لپاره د مایع ګاز د تدارک پروژې تړون د (SREU/G-003/NCB-14) داوطلبۍ شمیري لاندي، د عثمان حسیب لوژستیکي خدماتو شرکت سره چې د (۶۱۵۰۹) جواز نمبر درلودونکی دی پته : پروان سوم څلورمه ناحیه مرکز- کابل- افغانستان په (۸۸۰۰۰۰) اته سوه او اتیا زره افغانۍ مجموعې قیمت ورکړي. هغه حقیقي او حکمي اشخاص چې په دې اړه هر ډول اعتراض ولري، کولی شي خپل اعتراض د خبرتیا خپرېدو نېټې څخه تر اوو تقویمی ورځو پورې په لیکلي بڼه له دلایلو سره یو ځای د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له احکامو سره سم د شهید استاد رباني د ښوونې او روزنې پوهنتون د تهیه او تدارکاتوآمریت ته وسپاري. دا خبرتیا د قرارداد کولو په مانا نه ده ، د پورتنۍ مودې تر بشپړیدو او د او د تړون قانوني پړاوونو تر بشپړولو پورې به تړون لاسلیک نشې.