د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې عامه خبرتیا! 

ameen_admin
jmdsjkfjdskfkjs

 

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۲ هـ ش مالي کال لپاره د لوړو زده کړو وزارت د فرنیچر باب او د دفتري وسايلو (۲۵) قلمه توکو تهیه او تدارک قرارداد د زینت بهار لوژستيکي خدمتونو شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (78778) دی، د کابل مرکز او لسمه ناحيه، د کوتل خیرخانې شاته، مزار شريف هډه، د عمر فاروق مسجد څنګ کې موقعيت لري، په (1,627,500) افغانيو مجموعي قيمت ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۵ - ۴:۵۵
Background image
چهارشنبه ۱۴۰۴/۳/۷ - ۵:۶
Background image

خبرتیا!

د دیني جامعاتو او تخصصاتو عمومي ریاست په پام کې لري، چې د کابل زون د لاندې کټګوریو هغو علماء کرامو ته اسناد توزیع کړي، چې نومونه یې د ذکر شویو لینکونو په لیستونو کې شامل وي.
کابل زون . . .

Back to announcements