د قرارداد د ورکولو تصمیم نیونې خبرتیا!
عنوان: په کابل پوهنتون کې د تخصصاتو ریاست عبدالله بن مسعو جامعې د یو باب کانټین جوړولو پروژه
داوطلبۍ شمېره: (MOHE/1402/NCB/ W - 04)
په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د لوړو زده کړو وزارت په پام کې لري، چې په کابل پوهنتون کې د تخصصاتو ریاست د عبدالله بن مسعود رض جامعې د یو باب کانتین جوړولو قرارداد د ګاما ساختماني او سرک جوړونې شرکت ته، چې د جواز نمبر یې (87310) دی او د افغانستان، کابل، خیرخانه 315 کې موقعیت لري، په (1922450) یو میلیون نهه سوه دوه ویشت زره څلور سوه پنځوس افغانۍ افغانیو ورکړي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نېټې څخه تر اوو (۷) کاري ورځو پورې د لوړو زده کړو وزارت د تدارکاتو ریاست ته چې څلورمه کارته د کابل پوهنتون څنګ کې واقع دی، وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو وختونو تر بشپړیدو پورې او د بعدي قانوني مراحلو طی کولو پورې قرارد نه ترسره کېږي.