د قرارداد تصمیم نیونې خبرتیا!

nasir_admin
saasfasgku

Publish Date

Closing Date

په دې توګه د تدارکاتو قانون د (۴۳) مادې د (۲) فقرې له مخې ټولو ته خبر ورکول کیږي، چې د کابل پولي تخنيک په پام کې لري، چې د ۱۴۰۱هـ ش کال د اداري او تدريسي شعبو اړتیا وړ (۷۳) قلمه بېلا بېلو توکو لکه قرطاسیه، د پرنټر او کاپۍ ماشينونو رنګونه، تنظيفاتي توکي او کمپيوټرونو د تهيه او تدارک پروژه د MOHE/KPU/G/103/NCB   شمېرې داوطلبۍ قرارداد، د نثارالحق زاهد تعمیراتي او لوژستيکي خدمتونو تجارتي شرکت ته چې د جواز نمبر یې (۶۵۶۶۱ ) دی او  پنځمه ناحيه، خوشحال خان، کابل مرکز کې موقعیت لري په (۵۴۸۵۱۰۰) پنځه ميليونه څلور سوه پنځه اتیا زره او سل افغانۍ قيمت ورکوي.
په دې تړاو حقیقي او حکمي اشخاص که اعتراض لري، کولی شي خپل لیکلی اعتراض له دلایلو سره د اعلان د نشر نیټې څخه تر اوو ۷ نورو ورځو پورې، د تدارکاتو د ۵۰ مې مادې مطابق، د کابل پولي تخنيک پوهنتون ریاست ته، چې پنځمه ناحيه، مامورينو کارته، کابل افغانستان کې موقعيت لري وسپاري.
دا خبرتیا د تړون یا قرارد معنی نه لري، د پورته ذکر شویو معیارونو تر بشپړیدو پورې او د قانوني طرز العملونو تعقیب پورې به قرارد ترسره نشي.

Latest announcements

یکشنبه ۱۴۰۴/۶/۲ - ۶:۲۹
Background image

د مقالو غوښتلو خبرتیا

  د مقالو غوښتلو خبرتیا

(د افغانستان دوامدار پرختیا لپاره د مصنوعي ځرکتیا څخه د ګټی اخیستنې ملی کنفرانس) 

نور جزئیات په لاندي لینک کي:

https://mohe.gov.af/sites/default/files . . .

Back to announcements

More tenders

شنبه ۱۴۰۴/۵/۴ - ۱۰:۳۰
Background image

د داوطلبۍ بلنې اعلان

د هلمند پوهنتون د ۱۴۰۴ مالي کال د دفتري اجناسو د تدارک پروژې اعلان

د هلمند پوهنتون ریاست خپل د دفتري اجناسو د تدارک پروژه  د لمړي ځل داوطلبی لپاره اعلانوي، ټول په شرايطو برابر شرکتونه، . . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۱۵ - ۵:۵۵
Background image

اعلان دعوت به داوطلبی

وردګ د لوړو زده کړو مؤسسه ټولو هغه داوطلبانو ته چې په شرایطو برابر وي بلنه ورکوي، ترڅو د یاد تحصیلي بنسټ د ترمیم سرک های فرعی مؤسسه تحصیلات عالی وردګ  پروژې په پرانیستې داخلي داوطلبۍ کې . . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۵/۴ - ۶:۵۰
Background image

داوطلبۍ ته د بلنې خبرتیا !


عنوان: د بلخ امام ابویوسف رح ديني جامعې تخصصاتو ریاست ودانۍ دهليزونو او دفترونو د پردو لګولو او فرشولو تهیه او تدارک پروژه. 
د داوطلبۍ شمېره: MOHE/1403/NCB/W-05 
د لوړو زده کړو وزارت . . .

Back to tenders